د مخکني جمهوري حکومت د جمهور رئیس پخوانی وياند او د پوهنتون استاد نجيب آزاد پر خپله ايکس پاڼه د ط…البانو مشرانو ته يو پيغام خپورکړی او هغه د خپل پيغام پرمهال د پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ايستلو ته په اشاره ويلي دي؛ چي افغانان دګاونډيو هېوادونو څخه خپل غچ يوازي د تعليم او زده کړو د حاصلو په وسيله اخيستلای سي. هغه ويلي دي چي د پاکستان څخه غچ اخېستل د هغوی د توليداتو پر رانيولي په بنديز سره نه اخيستل کيږي او زیاتوي چي ط…البان دي د ښوونځيو او پوهنتونو دراوزې د ټولو نارينه او ښځينه محصلانو او زده کوونکو پرمخ خلاصي کړي، چي په راتلوونکي کي يوازي د پاکستان سره نه بلکي د ټولي نړۍ سره سيالي وکړو.