د رويترز خبري آژانس د راپور د مخي چي المان، فرانسه، ډنمارک، اتريش، چک جمهوريت او پولنډ د کډوالو پر مخ خپل د کډوالۍ شرایط او قوانين نور هم سختوي.
دغه اروپايي هيوادونه د جرمونو د کنټرول په موخه غواړي، چي د بهرنيو کډوالو په مقابل کي خپل شرایط سخت کړي.
دغه هيوادونو دغه راز ويلي دي، چي د افغانستان او سوريې په شان هيوادونو ته به د مجرمو کډوالو د اخراج لړۍ جاري وساتي.
دا په داسي حال کي ده، چي المان تېره ورځ ۸۱ افغان کډوال اخراج کړي او افغانستان ته ئې لېږلي وو.