ابراهیم ځدراڼ او مجیب‌الرحمن د ټپونو له امله تر درملني لاندي دي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي دوه مخکښ لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ او مجیب‌الرحمن د ټپونو له امله تر درملني لاندي دي.

افغان کرکټ بورډ لیکلي، ابراهیم ځدراڼ د لندن په یوه روغتون کي د خپلي پښې د ښنګري عملیات ترسره کړي چي د اړونده ډاکترانو له لوري ورته د لسو اوونیو د ارام سپارښتنه سوې ده.

دغه راز د کرکټ بورډ رسنیزي څانګي رسنیو ته ویلي، مجیب‌الرحمن چي له تېرو څو میاشتو راهیسي د ښي لاس د ګوتو ترمنځ ټپونه لري د لا ښي درملني په موخه نن هندوستان ته لېږل سوی دی.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د راتلونکي چمپینز ټرافۍ لپاره چي د ۲۰۲۵م کال په دوهمه میاشت کي به ترسره سي په تیاریو بوخته ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *