اردن ته د ایران خبرداری؛ د اسراییلو سره کومک مه کوئ

ایراني رسنۍ وایي، د دغه هیواد پوځي چارواکو اردن ته خبرداری ورکړی، چي د اسراییلو سره له کومک کولو څخه ډډه وکړي.
ویل کیږي چي تېره شپه اردن هیواد یو شمېر هغه توغندي او ډرون الوتکي ویشتلي، چي ایران د اسراییلو هدف کولو لپاره توغولي وې.
ایران پر اسراییلو دا بریدونه د هغه برید په غبرګون کي ترسره کړي چي د سوریې په دمشق کي یې د ایران کونسلګري په نښه او پکښي لوړ پوړي ایراني پوځي چارواکي ووژل.
د ایران انقلابي ګارډ ویلي، چي پر اسراییلو د برید هدفونه په بریالیتوب سره ترلاسه سوي او شاوخوا سل اسراییلیان وژل سوي.
پر همدې مهال په ملګرو ملتونو کي د ایران دایمي استازولۍ ویلي، امریکا دي د ایران او اسراییل ترمنځ په نښته کي لیري پاته سي.
د ایران د دفاع وزیر هم ویلي، که چیري امریکا په منځ کي راسي په سیمه کي به د امریکا اډې خوندي نه وي.