ارزګاني ط..البان: تر څو چي د کندهار او هلمند ط..البانو دريشي نه وي اغوستې نه ئې اغوندو

د ط..البانو مشر م.لاهب.ت الله د ط..البانو ټولو نظامي ادارو ته سپارښتنه کړې، چي د دندي پرمهال ټول بايد دريشي واغوندي، د هغه دغه امر د وزارت معينانو او د کابل نظامي ط..البانو منلی خو کندهار کي ط..البانو ويلي، ترڅو چي د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين ح.قاني دريشي نه وي اغوستې نه ئې اغوندو، تر کندهار وروسته د هلمند ط..البانو هم ګواښ کړی وو او زياته کړې وه، ترڅو چي د کندهار نظامي ط..البان دريشي نه وي اغوستې نه ئې اغوندو.
تر کندهار او هلمند را وروسته د ارزګان نظامي ط..البانو د منځ څخه څراغ تلوېزيون ته يوې سرچينې ويلي، چي د ارزګان امنیه قومندان، د امنيت امر، د حوزو امرينو او مشرانو ويلي دي، ترڅو چي د کندهار او هلمند لوړ پوړي نظامي ط..البان دريشي نه وي اغوستې نه ئې اغوندو.
په ورته وخت کي د بلخ والي محمد يوسف وفا د بلخ د ۱۲ حوزو د امرينو سره هم لېدلي او پر هغوی ئې ټينګار کړی، چي د م.هب.ت الله امر بايد ومني او ټول بايد دريشي واغوندي.
دغه راز طال..بانو د کورنیو چارو وزارت معین ابراهیم صدر هرات ولايت ته د خپل سفر پرمهال د ط..البانو د مشر پيغام وړی و او ټول ط..البانو ته ئې جدي سپارښتنه کړې، چي د دندي پر مهال رسمي دريشي واغوندي.
بايد وويل سي، چي د افغانستان په یو شمېر ولايتونو کي د م.لاهب.ت الله دغه امر منل سوی، خو د کندهار، هلمند او ارزګان د نظامي ط..البانو مشرانو تر اوسه پوري د هغه د دغه امر اطاعت نه دئ کړی.