ارزګان: امنيتي کسانو د اومان نشه يي توکو د توليد ۲ کارخوني له منځه وړي دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني څراغ نیوز ته وویل، چي د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې کارکوونکو، تېره شپه د دهراود ولسوالۍ په زرتالې سیمه کي د نشه یې توکو پروسس یوه کارخونه له منځه وړې.

د اومانو د تولید او پروسس لپاره له دې کارخونې څخه یوه پایه ژرنده ، ١٠٠ کیلوګرامه هاک، ١٢٠ کیلوګرامه د اومانو څخه پروسس سوي د سود په نوم مواد، ٢٧٠ لېټره ډېزل، ١٧ دانې بېلران او ٤٠ لېټره بېلا – بېل ډوله مایع نشه لرونکي مواد له منځه وړي.

ویاند وایي، د اروزګان د چورې ولسوالۍ په کوتل سیمه کي د ومانو د تولید او پروسس یوه بله کارخونه هم تېره شپه له منځه وړل سوې.

هغه زیاتوي، دې خونه کي هم ٢٢٥ کیلوګرامه میده سوي ومان، ١٥٠ کیلوګرامه سود، ١٢٠ لېټره تېزاب، ٥٠ کیلوګرامه هاک، ٥ کیلوګرامه یوف، ٨٠ ليټره ډېزل تېل، یوه ژرنده او ٣ بېلران له منخه وړل سوي.

ارزګانی وایې، د دې نشه یې توکو سره په تړاو یو کس نیول او یو بل تورن کس له سیمي تښتېدلی دی.