ارزګان: په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمير په زياتيدو دی

د ارزګان روغتیایي مسؤلین وایي په دغه ولایت کي په خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر په زیاتیدو دی. د ارزګان روغتیايي مسؤلین وایي په تیره یوه میاشت کي په ترینکوټ ولایتي روغتون کي شاوخوا ۱۷۰۰ په خوار ځواکۍ اخته ماشومان ورته راوړل سوي او څه باندي ۲۰ زره میرمنو ته دوی هره میاشت د خوار ځواکۍ څخه د مخنیوي په موخه د سوی تغذیه مواد ورکوي.