ارغواني شنبو غورځنګ: ط..البان افغان مېرمني په دوامداره توګه ځپي

د ارغواني شنبو غورځنګ د ط..البانو له خوا د ۵۰ افغان مېرمنو نيول کېدل غندلي دي او د ط..البان د امرب.المعروف له خوا د افغان مېرمنو سره د روان وضعیت اړوند ئې اندېښنه ښودلې ده.
ياد غورځنګ ويلي، چي د افغان مېرمنو نيول کېدل او د هغوی زنداني کول د ښځو د حقونو تر پښو لاندي کولو په مانا دي.
ياد غورځنګ ويلي، چي د دغو ۵۰ افغان مېرمنو نيول کېدل، د افغان مېرمنو په وړاندي د هغوی د ځپلو يوه روښانه نمونه ده.
د ياد غورځنګ په وینا، په افغانستان کي ښځي د خپلو جامو د غوره کولو، د زده‌کړو دوام، کار یا ان په عامه ځایونو کي ازادي نه‌‌‌لري او په خپل هیواد کي یرغمل سوي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي څو ورځي وړاندي ط..البانو د‌ کابل په شهرنو سیمه کي ۵۰ تنې ځواني نجوني د نامعلوم دليل له مخي نيولي او زنداني کړي دي.