د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني د استازولۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغي ټولني له خوا افغانستان ته د سې شنبې په ورځ سل ټنه بشري مرستي د هوايي دهليز د لاري رسېدلي دي.
د خبرپاڼي په حواله، چي د دغه دهلیز له لاري د ۲۰۲۱ کال راهيسي په ۴۰ پروازونو کي کابو دوه زره او ۱۵۰ ټنه بشري مرستي افغانستان ته راغلي دي. په خبرپاڼه کي ويل سوي ، چي اروپایي ټولني د افغانستان له زیانمنو خلګو سره د مرستي په موخه ۱۶۱ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.
خبرپاڼهزياتوي چي ۱۴۱ میلیونه یورو به افغانستان او ۲۰ میلیونه نوري به ایران او پاکستان کي د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه مصرف کړل سي.