اروپايي ټولني د افغانستان له پاره د خپل سیاسي استازولۍ له پاره ایټالوی ډیپلوماټ نیکولا بیلومو غوره کړی

اروپايي ټولني د افغانستان له پاره د خپل سیاسي استازولۍ له پاره ایټالوی ډیپلوماټ نیکولا بیلومو غوره کړی دئ. بیلومو اوس مهال د اروپايي ټولني په بهرني سیاست کي د افریقا اړوند چارو مسؤلیت پر غاړه لري. هغه پخوا هم په روانډا کي د اروپايي ټولني د سفیر په توګه کار کړی او د ډیپلوماټیکو چارو اوږده تجربه لري.
تر اوسه پوري ط..البانو د اروپايي ټولني د نوي استازي د ټاکل کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.