اروپايي ټولني د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کي ویلي، چي په افغانستان کي تلپاتي سوله او ثبات یوازي د افغانانو په مشرۍ د یوه ټولشموله سیاسي بهیر له لاري ترلاسه کېدای سي.
دې ټولني د ښځو پر وړاندي د ط..البانو پر محدودیتونو او وروستیو فرمانونو اندېښنه ښودلې او ویلي ئې دي چي د ښځو د حقونو دوامدار نقض کېدای سي د نړۍوالو قوانینو له مخي د جدي جرمونو په توګه وڅېړل سي.
اروپايي ټولني همداراز له ط..البانو غوښتي چي پر ښځو او نجونو لګول سوي محدودیتونه لغوه کړي، د بشري حقونو درناوی وکړي او د هیواد د ټولو قومونو، مذهبونو او ټولنیزو قشرونو ګډون ته زمینه برابره کړي.
اعلامیه کي د بشري مرستو د بېخنډه رسېدو، د رسنیو د ازاد فعالیت او د عدالت د تأمین پر اړتیا هم ټینګار سوی دئ.