اروپايي ټولني له اسرائیل غوښتي چي په رفح کي عملیات سمدستي بند کړي

د اروپايي ټولني د بهرنۍ تګلاري مشر جوسیپ بوریل له اسرائيل څخه غوښتي چي په رفح کي پوځي عملیات سمدستي ودروي ځکه دا عملیات د بشري مرستو چارې ګډوډوي، خلک بې ځایه کوي او د بشري کړاو او لوږي لامل کيږي.
هغه زیاته کړې چي اسرائیل د ځان د دفاع حق لري،‌ خو باید نړیوال قانون مراعت او ولسي خلک خوندي کړي.
بوریل دغه راز پر حماس ډلي باندې هم ږغ کړی چي یرغمل سوي کسان له قید او شرط پرته پرېږدي.
اسرائيل د بوریل د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ یې پوځ ویلي وه چي د حماس پر ۸۰ هدفونو باندي یې هوايي بریدونه کړي‌ ‌او د رفح په ختیځه برخه کي یې هم ورسره جګړه کړې.
په تېره یوه اوونۍ کي څه باندي ۴۵۰۰۰۰ فلسطینیان اړ ایستل سوي چي خپلې سیمي پرېږدي.