اروپايي ټولني په افغانستان کي خوړو نړیوال پروګرام سره د څه باندي ۲۶ میلیونو ډالرو مرسته کړې

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وايي چي اروپايي ټولني په افغانستان کي د دغه پروګرام سره د څه باندي ۲۶ میلیونو امریکايي ډالرو مرسته کړې ده چي له مخي به یې دا پروګرام د ښځو او کوچنیانو په ګډون نږدې یو میلیون اړمنو کسانو ته د نغدي مرستو په ګډون د خوړو مرستي برابري کړي.

د خوړو نړیوال پرګرام په یوه خبرپاڼه کي د اروپايي ټولني د دغه تازه مرستي هرکلی کړی او ویلي یې دي چي دا مرسته به دغه پروګرام ته د دې امکان په لاس ورکړي چي اړمنو افغانانو ته د خوړو او نغدو پیسو د برابرولو له لاري د هغوی ژوند وژغوري.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چي د دغه مرستي وروسته به دا پروګرام وکولای سي چي۶۰۰ زره کسانو ته خواړه او نغدي پیسي، ۲۵۰ زره امیدواره او کوچنیانو ته شیدې ورکوونکي میندو اوهم ۱۴۰ زره د پنځه کلنو څخه د کم عمر کوچنیانو ته د خوارځواکۍ د درملني لپاره ځانګړي خواړه برابر کړي.