اروپايي ټولني له افغانستان سره د خوارځواکۍ د درملني او ښووني او روزني په برخه کي ۱۳ میلیونه یورو مرسته کړې ده

د ملګروملتونو د کوچنیانو وجهي صندوق (یونېسف) د افغانستان څانګي ویلي، چي دغه ۱۳ میلیونه یورو به د خوارځواکۍ د درملني او د څه باندي ۷۸۰۰۰ کوچنیانو د زده ‌کړي په برخه کي ولګول سي.

د خوړو نړیوال پروګرام راپور ورکړی چي په افغانستان کي درې میلیونه کوچنیان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

دې ادارې دوې میاشتي وړاندي وویل چي دوی کولای سي په هيواد کي له هرو دریو خوارځواکو کوچنیانو له یوازي یوه ملاتړ وکړي.