اريانا سعيد: د ط..البانو د مشر د نيول کېدو امر د افغان مېرمنو د ږغ پورته کولو نتېجه ده

د افغانستان مشهوري سندرغاړي اريانا سعيد د پنج شنبې په ورځ په يوه نشر سوي پيغام کي ويلي دي، چي د جرمونو د نړۍوالي محکمې له خوا د ط..البانو د مشر م.لا هب.ت الله او د ط..البانو د ستري محکمې د رئيس عبدالحکيم ح.قاني د نيول کېدلو پرېکړه د عدالت پر لور يو ستر ګام دئ.
د اريانا سعيد په وينا چي دا پرېکړه د هغو افغان ښځو د مقاومت نتېجه ده چي هېڅکله ئې خپل ږغ د ظلم په مقابل کي خاموشه کړی نه دئ او همداراز د نړۍ په کچه د بشري حقونو د مبارزينو د نه ستړي کېدونکو هڅو ثمره ده.
هغې ويلي دي: ((نن نړۍ بالاخره غبرګون ښيي، عدالت نور یو خوب نه دئ، بلکي د څېړني په حال کي دئ.))
هغې د خپلو خبرو پرمهال ط..البانو ته په خطاب کي ويلي دي، چي اوس به دا خبره دوی ته روښانه سوې وي، چي د افغانستان ښځي د دې ډلي د ظلم او بې‌عدالتۍ پر وړاندي یو ځواکمن قوت دئ.
بايد وويل سي، چي د جرمونو نړۍوالي محکمې د سې ‌شنبې په ورځ د ط..البانو د مشر م.لا هبت‌الله او د دغي ډلي د ستري محکمې د رئیس د نیولو حکم صادر کړی وو.