د ازبکستان د بهرنيو چارو د وزارت څخه په نشر سوي بیان کي ويل سوي، چي دغه هيواد د افغانستان په ختيځ زون کي د وروستيو زلزلې ځپلو سره د خوراکي توکو او درملو مرسته کړې.
د ياد هيواد د بهرنيو چارو د وزارت په بیان کي ويل سوي، چي دغه مرسته شاوخوا ۲۶۵ ټنه کېږي، چي په کښي خوراکي توکو او درمل شامل دي.
په بیان کي ويل سوي، چي دغه مرسته به د افغانستان په کنړ ولايت کي د وروستۍ زلزلې له امله پر زيانمنو سوو کسانو تقسيم کړي.
د ازبکستان دولت ويلي، چي دغه هيواد د افغانستان په دغه غمېزه کي خپل ځان شريک بولي .