ازبکستان وايي په افغانستان کي د سمینټو او برېښنا تولید په برخو کي پانګونه کوي

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي سره په کتنه کي ویليي هیواد يې لېواله دی، چي په افغانستان کي د سمینټو د توليد، ډبرو سکرو د استخراج او له ډبرو سکرو د برښنا توليد په برخو کي پانګونه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت پر ایکس پاټه لیکلي چي په دې کتنه کي د دوه اړخيزو اړيکو ترڅنګ د سوداګرۍ، ټرانزيټ او ټرانسپورټ برخو کي د همکاريو په اړه هراړخيزي خبري وسوې.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف دغه راز د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره هم لیدلي.
د کورنیو چارو وزارت پر ایکس پاڼه لیکلي چي د کورنیو چارو سرپرست سعیدوف ته په افغانستان کي د خوندي امنیت په اړه پوره ډاډ ورکړ او هغه اقتصادي پروژې چي د سيمي پر ثبات يې اغیزه زياته وي ژر پيلیدل يې اړين و بلل.