نن یکشنبه د استرالیا سیدني ښار د فلسطين په حمایت د یوې غټي مظاهرې شاهد و ، چي پکښي د ۹۰ زرو څخه تر ۱۰۰ زرو کسانو ګډون کړی و .
یاد کسان د سیدني ښار د هاربور په نوم پر مشهور پل سره راټول سوي وه ، او دغه مظاهره یې د بشرپالني او انسانیت تر نوم لاندي راشروع کړه ، د مظاهرې ګډونوالو فلسطین کي د جنګ درولو او غزه کي د محاصرې د خلاصولو شعارونه ورکول .
د مظاهرې ترتیبونکو د یادو کسانو شمېر تر ۳۰۰ زرو ښودلی دی او زیاته کړې یې ده چي دا مظاهرې به تر هغو دوام ولري چي تر څو د استرالیا حکومت د فلسطینیانو د نسل وژني د درېدو له پاره یو جدي موقف غوره کوي .