د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هيواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار شنبه په کابل کي د ط…البانو د رئیس لوزرا سره کتلي دي او په ليدنه کښي د پاکستان او افغانستان د اړيکو دښه کېدو په موخه بحث کړی دئ.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ويلي دي، چي په دغه ليدنه کي د امنیتي، سوداګریزو او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په ګډون پر ګڼو دوه اړخېزو مسایلو خبري سوي دي. دواړو خواو پر دومداره تعامل په ټینګار سره د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمنځ په لوړه کچه د خبرو پر دوام هوکړه کړې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير پر داسي مهال افغانستان ته سفر کوي او د پاکستان او افغانستان د اړيکو پر ښه کېدو ټېنګار کوي، چي څه موده وړاندي د رسنيو سره د ط…البانو يو شمېر چارواکو په خبرو کي ويلي وه، چي پاکستان د افغانستان پرمختګ نه غواړي او د افغان کډوالو جبري اېستلو پر بهیر ئې د پاکستان پر حکومت نيوکي کړي وي.