اسرائيلو په بيروت او د لبنان جنوب کي ګڼ هوايي بريدونه کړي.

په دغو بریدونو کي د هغه بانک څانګي هم په نښه سوي چي له حزب الله د مالي ملاتړ تور ورپورې وو.
په ورته وخت کي د امریکا ځانګړی استازی اموس هوکسټین بیروت ته تللی چي د اسرائیلو او حزب‌الله ترمنځ‌ د اوربند د شرطونو په اړه له لبناني چارواکو سره وږغېږي.
له دغو بریدونو وروسته د بیروت په يو شمېر جنوبي سيمو کي د چاودنو ږغونه هم اورېدل سوي خو د مرګژوبلي په اړه لا معلومات نه دي ترلاسه سوي.
د اسرائيلو پوځ وړاندي د پلازمېني بيروت په ګډون د لبنان له ۲۰ زياتو سيمو وګړو ته خبرداری ورکړی وو چي پلان لري د شپې بريدونه ترسره کړي.
د اسرائيلو دفاعي ځواکونو دا هم ويلي چي دوی به هغه بانکونه او نور مالي بنسټونه په نښه کړي چي د حزب الله ملاتړ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *