اسرائيلو په سوریه کي ایران پلوه وسله وال په نښه کړي

د سوریې د بشري حقونو څار اداره وایي په سوریې کي د اسرائیل په هوایي برید کي لږ تر لږه ۱۲ ایران پلوي وسله وال وژل سوي دي.
د څار دا اداره چي مرکز یې په بریتانیه کي دی او په سوریې کي د کورنۍ جګړې په هکله معلوماتو خپروي وایي، چي برید د حلب سره نږدې پر یوې کارخانې باندي سوی.
دې ادارې ویلي چي د هوایي برید څخه وروسته په کارخانه کي قوي چاودنه هم سوې، خو دا یې نه دي ویلي چي کارخانه د څه شي وه.
د سوریې د دفاع وزارت هم په یوې اعلامیه کي ویلي چي برید اسرائیل کړی.
د وزارت په اعلامیې کي د وژل سویو کسانو د شمېر په هکله څه نه دي ویل سوي خو زیاتوي چي په دې برید کي ګڼ شمېر کسان مړه سوي او مالي زیان یې هم رسولی.