د ایران اټومي پروګرام او د اسرائیل د خوا د هغه د مخنیوي هڅي د معاصر نړیوال سیاست یوه د حساسو او جنجالي موضوعاتو څخه ده. دا پوښتنه چي آیا اسرائیل حق لري ایران د اټومي وسلو د جوړولو څخه منع کړي، او که د اټومي پروګرامونو د کنټرول صلاحیت یوازي د نړیوالو ادارو لکه د ملګرو ملتونو یا د اټومي انرژۍ نړیوالي ادارې (IAEA) سره دی، د حقوقي، سیاسي، امنیتي او اخلاقي اړخونو له پلوه یوه پیچلې موضوع ده.
د ایران او اسرائیلو اړیکي د دوستۍ څخه تر دښمنۍ
د ایران او اسرائیلو ترمنځ اړیکي د ۱۹۷۹ کال د ایران اسلامي انقلاب دمخه نسبتاً دوستانه وې. د محمد رضا شاه پهلوي په دوره کي، ایران او اسرائیل د اقتصادي، نظامي او استخباراتي همکاریو له مخي نژدې متحدین وه. ایران د اسرائیل هیواد وجود په رسميت پیژندلی وو، او دواړو هیوادونو په منځني ختیځ کي د شوروي نفوذ پر وړاندي د متحده ایالاتو د ستراتیژیکي شریکانو په توګه کار کاوه. خو د ۱۹۷۹ کال انقلاب، چي د آیت الله خمیني په مشرۍ د اسلامي جمهوریت د رامنځته کیدو لامل سو، د دې اړیکو بنسټ بدل کی.
نوي رژیم اسرائیل د “صهیونیستي اشغالګر” رژیم په نوم ونوموی او د فلسطین د قضيې د ملاتړ په موخه یې د اسرائیل پر وړاندي خپل دریځ سخت کی. د ایران د خوا د اسرائیل د “نابودۍ” په اړه څرګندونو او د حزب الله او نورو نیابتي ډلو د ملاتړ له امله، اسرائیلو ایران د خپل ملي امنیت پر ضد یو جدي ګواښ وباله. دې دښمنۍ د دواړو هیوادونو ترمنځ د بې اعتمادۍ او متقابلي ویرې فضا رامنځته کړه، چي له کبله يې د ایران داټومي پروګرام په اړه اسرائیلو اندیښنې پیدا کړې.
د ایران د اټومي پروګرام د پیل او پرمختګ لنډ تاریخ
د ایران اټومي پروګرام د ۱۹۵۰ لسیزي په وروستیو کي د متحده ایالاتو د “اټوم د سولي دپاره”په نامه پروګرام په چوکاټ کي پیل سو. د شاه په دوره کي، ایران د اټومي انرژۍ د سوله ایزو موخو دپاره د پرمختګ هڅي وکړې، خو د انقلاب وروسته دا پروګرام د څه مودې لپاره وځنډول سو. د ۱۹۸۰ لسیزي په وروستیو او د ۱۹۹۰ لسیزي په پیل کي، ایران خپل اټومي پروګرام ’’چي ادعا یې کوله دا د انرژۍ دتولید او دطبي څیړنو دپاره دی‘‘ بیا پیل کړ.
په ۲۰۰۲ کال کي، د ایران د نطنز او اراک په تأسیساتو کي د پټ اټومي فعالیتونو افشا کیدو د نړیوالي ټولني جدي اندیښنې راوپارولې. دې افشا کیدو دا شکونه زیات کړل چي ایران ممکن د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي، کوم چي اسرائیل او لویدیځو هیوادونو ته دمنلو وړ نه وه. د هغه وخت راهیسي، د ایران اټومي پروګرام د نړیوالو مذاکراتو، اقتصادي بندیزونو او حتی پټو عملیاتو (لکه سایبري بریدونه او ترورونه) موضوع ګرځیدلی دی.
د اسرائیل اټومي پالیسي او د بیګین اصول
که څه هم اسرائيلو خپل اټومي پروګرام په رسمي توګه نه دی تائید کړی، خو د نړیوالو اټکلونو پربنسټ د اټومي وسلو درلودونکی هیواد دی. د اسرائیلو اټومي پالیسي د “ستراتیژیک ابهام” پر بنسټ ده، د اټومي وسلو درلودل نه تاییدوي او نه یې هم ردوي. دا پالیسي، پرته ددې چي د نړیوالو تړونونو تر قوانینو لاندي مسؤلیتونوته غاړه کیږدي، اسرائیل د اټومي ځواک په درلودلو سره د ستراتیژيکي برترۍ څخه برخمن کوي.
د اسرائیلو د اټومي پالیسۍ یو مهم اړخ د “بیګین اصول” دي، چي ددوي پخواني صدراعظم مناخم بیګین په ۱۹۸۱ کال کي رامنځته کړه. دا اصول د دې مفکورې پر بنسټ ولاړ دي چي اسرائیل به هیڅکله اجازه ورنه کړي چي دښمن هېوادونه په سیمه کي اټومي وسلي ترلاسه کړي. دا پالیسي په عملي توګه هغه مهال پلې سوه کله چي اسرائیلو د عراق د اوسیراک پر اټومي ریکټور هوايي برید ترسره کړ، ترڅو د عراق د اټومي وسلې جوړولو احتمالي پروګرام مخه ونیسي د دې اصولو له مخي، اسرائیل ژمن دی چي د خپل دښمن هیوادونو د خوا د اټومي وسلو د پرمختګ مخنیوی وکړي. دا اصول د ایران په وړاندي هم پلي کیږي، ځکه چي اسرائیل د ایران اټومي پروګرام د خپل وجود دپاره جدي ګوښ بولي.
د اټومي وسلو د نه خپریدو تړون (NPT)
د اټومي وسلو د نه خپریدو تړون (NPT)، چې په ۱۹۷۰ کال کي نافذ سو، دا یو نړیوال تړون دی چي د اټومي وسلو د کنټرول، محدودولو او د سولهییزو اټومي ټیکنالوژیو د پراختیا او عادلانه ویش دپاره رامنځته سوی دی. دا تړون د نړیوالي ټولني دپاره یو چوکاټ چمتو کوي ترڅو د اټومي وسلو د خپریدو مخه ونیسي، د اټومي وسلو خلعسلاح کولو هڅي وکړي او د اټومي انرژۍ سولهییز استعمال ته وده ورکړي. د NPT درې اساسي اهداف په لاندي ډول دي:
- د اټومي وسلو د نه خپریدو مخنیوی: غیر اټومي هیوادونه باید اټومي وسلې جوړي نه کړي.
- د اټومي خلع سلاح: اټومي هیوادونه باید د اټومي وسلو د له منځه وړلو دپاره کار وکړي.
- د سوله ایز اټومي ټیکنالوژي حق: ټول غړي هیوادونه د سوله ایزو اټمي ټیکنالوژيو د کارولو حق لري.
ایران، د NPT د غړي په توګه، ژمن دی چي اټومي وسلې به نه جوړوي او د خپل اټومي پروګرام د شفافیت دپاره د نړيوالي اټومي انرژي ادارې IAEA سره همکاري کوي. په بدل کي، ایران د سوله ایز اټومي ټیکنالوژي د پرمخته وړلو حق لري. خو د ایران د خوا د پټو اټومي فعالیتونو افشا کیدو او د IAEA سره د همکارۍ په برخه کي د ستونزو له کبله، نړیوالي ټولني پر ایران اقتصادي بندیزونه لګولي دي.
د بلي خوا، اسرائیل د NPT غړی نه دی او د خپل اټومي پروګرام په اړه مکلف ندی چي د IAEA تر نظارت لاندي وي. دا د اسرائیل د اټومي پالیسۍ یوه پاراډوکسیکال برخه ده. اسرائیل، چي اټکل کیږي اټومي وسلې لري، د ایران د اټومي پروګرام د مخنیوي هڅه کوي، په داسي حال کي چي خپله د نړیوالو تړونونو تابع نه دی.
د نړیوالو قوانینو پربنسټ د یو اړخیزو اقداماتو مشروعیت
د نړیوالو قوانینو پربنسټ, هیڅ هیواد په یوازي سر د بل هیواد د اټومي پروګرام د مخنیوي صلاحیت نه لري، پرته ددې چي دا اقدام د ملګرو ملتونو د منشور د ۷مې مادې له مخي تصویب سي. د ۷مي مادې پر بنسټ، د امنیت شورا کولای سي چي د نړیوالي سولي او امنیت د ساتني دپاره نظامي یا غیر نظامي اقداماتو ته اجازه ورکړي. خو تر اوسه، د ایران د اټومي پروګرام په اړه د امنیت شورا اقدامات تر اقتصادي بندیزونو او دیپلوماتیکي هڅو پوري محدود دي.
اسرائیل ادعا کوي چي د ایران اټومي پروګرام دده دوجود دپاره یو جدي ګواښ دی او دی د خپل دفاع دپاره د مخنیوي اقداماتو حق لري. دا استدلال د نړیوالو قوانینو د “مخنیوي دفاع” (preemptive self-defense) پر مفهوم ولاړ دی، چي د منشور تر ۵۱مي مادې لاندي راځي. خو دا مفهوم د نړیوالو حقوقپوهانو ترمنځ جنجالي دی، په ځانګړې توګه کله چي دخطر “فوري” او “ناپېیلیدونکي” طبیعت ثابت سوی نه وي.
د ۲۰۱۵ کال اټومي هوکړه (JCPOA)
د ۲۰۱۵ کال د ایران او P5+1 (د امنیت شورا پنځه دایمي غړي او جرمني) ترمنځ د اټومي هوکړه (Joint Comprehensive Plan of Action) د ایران د اټومي پروګرام د کنټرول په اړه یوه مهمه دیپلوماتیکي لاسته راوړنه وه. د دې هوکړي له مخي، ایران په خپل اټومي پروګرام کي پر محدودیتونو موافقه وکړه، لکه د یورانیمو غني کولو کچه کمول او و IAEA ته د سخت نظارت اجازه ورکول، او په بدل کي يې پر ایران د اقتصادي بندیزونو کمولو وعده وسوه. ددې هوکړي څخه دا څرګنده وه چي نړیواله ټولنه د ایران د اټومي پروګرام کړکیچ ته د دیپلوماسۍ د لاري حل لټول غوره ګڼي.
خو په ۲۰۱۸ کال کي، متحده ایالات د دونالد ټرمپ ادارې په پرېکړه د دې هوکړي څخه ووتل او پر ایران یې بیا سخت اقتصادي بندیزونه ولګول. دې اقدام د ایران او نورو غړو هیوادونو ترمنځ بې اعتمادي زیاته کړه، او په غبرګون کي ایران هم دهوکړي دیو شمېر ژمنو څخه سرغړوني پیل کړې. دا وضعیت اسرائیل ته موقع په لاس ورکړه چي د ایران داټومي پروګرام د مخنیوي لپاره نور فشارونه وارد کي.
د اسرائیل موقف او د لویدیځ ملاتړ
د سیاسي پلوه، د اسرائیل موقف د ایران اټومي پروګرام په وړاندي د متحده ایالاتو او نورو لویدیځو متحدینو د ملاتړ پر بنسټ پیاوړی دی. اسرائیل او متحده ایالات ایران ته د “ترهګرۍ دملاتړي” او د منځني ختیځ د بې ثباتۍ د عامل په توګه ګوري. د ایران د خوا د نیابتي ډلو (لکه حزب الله، حماس او حوثیان) ملاتړ او د اسرائیل د “نابودۍ” په اړه څرګندونو دا اندیښنې نوري هم زیاتي کړي دي.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو پالیسي د ایران د اټومي پروګرام په وړاندي پر دریو اساسي ستنو ولاړه ده:
- دیپلوماتیک فشار: د نړیوالي ټولني له لاري پر ایران د اقتصادي او سیاسي فشارونو زیاتول.
- استخباراتي او سایبري عملیات: د ایران داټومي پروګرام دځنډولو لپاره پټ عملیات، لکه په ۲۰۱۰ کال کي د سټکسنیټ ویروس برید.
- نظامي تیاری: د ایران د اټومي تأسیساتو د بمبارۍ لپاره نظامي پلانونه، که دیپلوماسي ناکامه سي.
د ایران موقف او د ختیځ ملاتړ
د بلي خوا، ایران ادعا کوي چي د اټومي ټیکنالوژۍ د پرمختګ حق لري او اسرائیل، د یو غیرقانوني اټومي قدرت په توګه، د دې حق مخنیوی نسي کولای. ایران خپل اټومي پروګرام د ملي ویاړ او خپلواکۍ د سمبول په توګه وړاندي کوي، او ادعا کوي چي دا پروګرام د دفاعي موخو لپاره دی. د ایران ملاتړي هیوادونه، لکه چین او روس، د اسرائیل او متحده ایالاتو په وړاندي د ایران د خپلواکۍ او ملي حقونو څخه ملاتړ کوي.
د ایران د بهرنیو چارو پالیسي د اټومي پروګرام په اړه پر دریو ستراتیژیو ولاړه ده:
- دیپلوماتیک مقاومت: د NPT د غړي په توګه د خپلو حقونو دفاع او د لویدیځو هیوادونو د فشارونو پر وړاندي مقاومت.
- سیمه ایز نفوذ: د نیابتي ډلو د لاري د منځني ختیځ په سیاستونو کي د نفوذ زیاتول.
- ټیکنالوژیکي پرمختګ: د نړیوالو فشارونو سره سره، د اټومي او میزایل ټیکنالوژي پرمختګ.
د نړیوالي ټولني رول
د ایران اټومي پروګرام د نړیوال سیاست یوه حساسه موضوع ده، چي د قدرت توازن او سیاسي ایتلافونه یې مهم رول لوبوي. د امنیت شورا دایمي غړي (امریکا، بریتانیا، فرانسه، چین او روس) په دې موضوع کي مختلف دریځونه لري. متحده ایالات او اروپايي متحدین یې د ایران د اټومي پروګرام د سخت کنټرول غوښتونکي دي، په داسي حال کي چي چین او روس د ایران د ملي حقونو د ملاتړ او د لویدیځو فشارونو د کمولو په لټه کي دي.
دې بې اتفاقۍ دایران اټومي پروګرام د حل لپاره د یو نړیوالي اجماع رامنځته کول ستونزمن کړي دي. د ۲۰۱۵ کال اټومي هوکړي د دې بېلګه دي چي دیپلوماسي کولای سي لنډمهاله حل لاري رامنځته کړي، خو د متحده ایالاتو د خوا ددې هوکړي څخه وتل په ډاګه کوي پر دغه موضوع د نړیوالي ټولني یووالی کمزوره او یا هم ناشونی دی.
د اسرائیل امنیتي اندیښنې
د اسرائیل لپاره، د ایران اټومي پروګرام یو جدي ګواښ دی. اسرائیل د خپلي کوچنۍ جغرافیې او دښمنانه چاپیریال له امله، باور لري چي که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي، دا به د سیمي امنیتي توازن ګډوډ کړي او د اسرائیل د بقا دپاره به خطر رامنځته کړي. د ایران د خوا د پرمخ تللو بالستیک میزایلونو جوړولو او د نیابتي ډلو ملاتړ دا اندیښنې نوري هم زیاتي کړي دي.
د ایران امنیتي اندیښنې
د بلي خوا، ایران ادعا کوي چي د اټومي پروګرام هدف یې دفاعي دی او دوهم دا چي د اټومي ټیکنالوژۍ درلودل د اسرائیل او نورو دښمن هیوادونو پر وړاندي د توازن رامنځته کولو دپاره اړین دي. ایران خپل اټومي پروګرام د ملي دفاع او د بهرنیو فشارونو پر وړاندي د مقاومت د یوې وسیلې په توګه وړاندي کوي. د ایران لپاره، د ۱۹۸۰-۱۹۸۸ کلونو د ایران-عراق جګړې تجربې دا درس ورکړی چي د نړیوالي ټولني ملاتړ پرته باید خپل دفاعي وړتیاوي پیاوړي کړي.
د منځني ختیځ امنیتي متحرکات
د ایران اټومي پروګرام او د اسرائیل يې د مخنیوي هڅي د منځني ختیځ د امنیتي متحرکاتو یوه مهمه برخه ده. دا موضوع نه یوازي پر ایران او اسرائیل، بلکي پر نورو سیمه ییزو قدرتونو لکه سعودي عربستان، ترکیه او مصر هم اغیز کوي. که ایران اټومي وسلي ترلاسه کړي ممکن د سیمي نور هیوادونه هم د اټومي وسلو د پرمختګ هڅه وکړي، او د اټومي وسلو د خپریدو یوه خطرناکه دوره به پیل سي.
د خپلواکۍ او پرمختګ حق
د اخلاقي پلوه، دا پوښتنه راپورته کیږي چي آیا یو هیواد حق لري د بل هیواد د خپلواکۍ او پرمختګ مخه ونیسي؟ ایران ادعا کوي چي د اټومي ټیکنالوژي د پرمختګ حق لري او د اسرائیل او لویدیځو هیوادونو فشارونه د دې حق نقض دي. د بله پلوه بیا، اسرائیل استدلال کوي چي د ایران اټومي پروګرام نه یوازي اسرائیل ته، بلکي ټوله نړۍ ته خطرناک دی.
د دوه ګونو معیارونو مسله
د دې موضوع یو بل مهم اخلاقي اړخ د دوه ګونو معیارونو مسله ده. ولي اسرائیل، چي اټومي وسلې لري او د NPT غړی نه دی، د ایران د اټومي پروګرام د مخنیوي حق لري؟ دا پوښتنه د نړیوالي ټولني د اعتبار او د اټومي وسلو د نه خپریدو د تړون د ناکامۍ په اړه جدي بحثونه راولاړوي. د ایران پلویان استدلال کوي چي، مخکي تر دې چي ایران د خپل اټومي پروګرام د محدودولو هوکړه وکړي، د اسرائیل اټومي پروګرام باید د نړیوالي ټولني تر نظارت لاندي راسي.
د تشدد او دیپلوماسۍ ترمنځ انتخاب
د اخلاقي پلوه، دا هم مهمه ده چي د ایران اټومي پروګرام دکړکیچ د حل دپاره د تشدد او دیپلوماسۍ ترمنځ انتخاب وارزول سي. د اسرائیلو د خوا د نظامي بریدونو یا پټو عملیاتو کارول، د بشري حقونو او نړیوالو اخلاقي نورمونو پر وړاندي جدي پوښتني راپورته کوي. د بلي خوا، دیپلوماسي، لکه د ۲۰۱۵ کال اټومي هوکړه، د سوله ایز حل لاري په توګه غوره بولي، خو د بې اعتمادۍ او سیاسي اختلافاتو له امله دا لاره هم ستونزمنه ده.
پایله
د دې پوښتني په اړه چي آیا اسرائیل حق لري ایران د اټومي وسلو له جوړولو منع کړي، او که د اټومي پروګرامونو د کنټرول مسؤلیت باید د نړیوالو ادارو په غاړه وي، هیڅ ساده جواب نسته. دا موضوع د حقوقي، سیاسي، امنیتي او اخلاقي اړخونو له پلوه یوه پیچلې موضوع ده:
- حقوقي اړخ: د نړیوالو قوانینو له مخي, د اټومي پروګرامونو د کنټرول صلاحیت د ملګرو ملتونو او IAEA سره دی، او اسرائیل په یوازي سر د داسي اقداماتو حق نه لري. د مخنیوي دفاع مفهوم جنجالي دی او د نړیوالي ټولني ملاتړ ته اړتیا لري.
- سیاسي اړخ: د اسرائیلو موقف د متحده ایالاتو او لویدیځو متحدینو د ملاتړ پر بنسټ پیاوړی دی، خو د ایران د ملاتړو (چین او روس) د خوا يې مخالفت کیږي. دا موضوع د نړیوال سیاست یوه حساسه نقطه ده.
- امنیتي اړخ: د اسرائیلو دپاره، د ایران اټومي پروګرام یو جدي ګواښ دی، خو ایران دا د خپل دفاع او ملي خپلواکۍ دپاره اړین بولي. دا متقابله وېره د منځني ختیځ امنیتي توازن ګډوډوي.
- اخلاقي اړخ: د دوه ګونو معیارونو مسله او د تشدد پر ځای د دیپلوماسۍ کارول د دې موضوع مهم اخلاقي ملحوظات دي.
په پایله کي، د ایران اټومي پروګرام او د اسرائیل د مخنیوي هڅي باید د دیپلوماسۍ، نړیوالو همکاریو او د اټومي وسلو د نه خپریدو د تړون د لاري حل سي. د یو اړخیزو اقداماتو، لکه نظامي بریدونو یا پټو عملیاتو، کارول نه یوازي د نړیوالو قوانینو نقض دی، بلکي د سیمي او نړۍ سولي ته هم خطر دی. نړیواله ټولنه باید دې موضوع ته د سولي، عدالت او متقابل احترام پر بنسټ دحل لاري ولټوي، ترڅو د اټومي وسلو د خپریدو او د سیمه ایزو شخړو مخه ونیول سي.
په درنښت :
ستاسو ورور پاچا کندهاری.