اسرائیل د غزې له پاره د امریکا د اوربند طرحه منلې خو حماس دغه طرحه باندي فکر کوي

رویټرز خبري اژانس د سپیني ماڼۍ له قوله راپور ورکړی، چي اسرائیل په غزه کښي د اوربند له پاره د متحده ایالاتو له خوا وړاندي سوې طرحه منلې ده. دا طرحه، چې د امریکا د خاص استازي سټیو ویټکوف له خوا چمتو سوې، په غزه کښي د ۶۰ ورځني اوربند او د بشري مرستو د لېږد ترتیبات پکښي شامل دي.
رویټرز ليکي، چي د دې طرحي په لومړي پړاو کښي به د ۱۰ ژوندیو او ۱۸ مړو اسرائیلي یرغمل سوي کسانو ازادي او د بشري مرستو پراخه لېږد شامل وي. دغه طرحه د اسرائیل او حماس ترمنځ د رواني شخړي د حل له پاره د مذاکراتو د دوام یوه هڅه ده.
خو حماس دا مهال پر دې طرحه غور کوي او یوه لوړپوړي چارواکي ئې ویلي چي دا طرحه د دوی اصلي غوښتني نه پوره کوي. د حماس د سیاسي دفتر غړي باسم نعیم ویلي چي په دې طرحه کښي د جګړې د پای ته رسولو، له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو د بشپړ وتلو او د بشري مرستو د بې قیدو شرطو رسولو شرایط په پام کښي نه دي نیول سوي. حماس غواړي، چي د اوربند د دوام له پاره د متحده ایالاتو له خوا ضمانت ورکړل سي، چي مذاکرات به د یوه دایمي اوربند له پاره وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *