نن د یکشنبې په ورځ (د اګست ۲۴، ۲۰۲۵) د اسرائیلو د پوځ په یوه نشر سوې خبر پاڼه کي ویل سوي چي د اسرائیل جنګي الوتکو د یمن په پلازمېنه صنعا کي پر هغو سیمو هوايي بریدونه ترسره کړل چې د حوثي ډلي تر ولکې لاندي دي.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، په دغه برید کې لږ تر لږه ۲ تنه وژل سوي او ۵ تنه ټپیان سوي دي.
د اسرائیل پوځ ویلي، بریدونه یې د حوثي ډلې د “پوځي ملاتړ د بنسټونو” پر ضد ترسره کړي او د هغوی د انرژۍ او برېښنا ځیني تاسیسات یې په نښه کړي دي.
حوثي ډلي تر اوسه د برید په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی