اسراييلي ځواکونو تېره شپه د لبنان پر پلازمېنه بيروت بريدونه کړي

د لبنان په پلازمېنه بیروت کي تېره شپه هم د حزب الله پر سنګرونو او مرکزونو د اسرائیلي ځواکونو بمباریو له کبله درنې چاودني سوي، چي د بیروت نړیوال هوايي ډګر ته نژدې یوه خورا درنه چاودنه هم پکښي شامله ده.
د رفیق حریري په نوم بیروت نړیوال هوايي ډګر ضاحیه سیمي ته نژدې موقعیت لري، چي د حزب الله ډېری مرکزونه پکښي دي.
امریکايي رسنیو د اسرائیلي چارواکو له قوله ویلي، چي د دې بریدونو هدف هاشم صفي الدین وو، چي د حزب الله وژل سوي مشر حسن نصرالله خپلوان دی.
تر اوسه په دغو تازه بریدونو کي د اوښتي مرګژوبلي راپور نه دی ورکړل سوی.
دا بریدونه داسي مهال سوي، چي د لبنان روغتیا وزارت وايي تر دې مخکي په ۲۴ ساعتونو کي په دغه هېواد کي د اسرائیل په بریدونو کي ۳۷ نور کسان وژل سوي او ۱۵۱ ټپیان سوي‌ دي.
د یادوني ده چي اسرائیلي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ پر لبنان سربېره د فلسطین د اشغال سوي لوېدیزي غاړي په تولکرم ښار کي هم هوايي بریدونه وکړل.
د فلسطین روغتیا وزارت په دغو بریدونو کي د ۱۸ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *