اسراییلو په سوریه کي د ایران د سپاه پاسدارن څو مهم غړي وژلي دي

راپورونه وایي، په سوريه کي د اسراییلو له خوا د ايران پر قونسلګرۍ په برید کي درې ايراني لوړپوړي نظامي چارواکي وژل سوي دي.
ویل کیږي چي دغه درې تنه يو يې په لبنان او سوريه کي د سپاه پاسداران ځواکونو مشر بل يې مرستیال او بل يې اداري مسول دی.
د ایران دولتي رسنیو هم د اسراییلو له لوري په لبنان او سوریه کي د قاسم سلیماني د کچي د سپاه پاسدارن یو قوماندان محمد حاج رحیمي، محمد رضا زاهدي او د ایران د پنځو نورو افسرانو د وژل کېدو پخلی کړی.
ناتایید سوي راپورونه وایي، د اسراییلو په دې هوایي برید کي د فلسطین د اسلامي جهادي غورځنګ عمومي منشي زیاد النخاله هم موجود وو خو تر اوسه د نورو وژل سویو کسانو هویت نه دی څرګند سوی.
د ایران ولسمشر ویلي، د دې برید غچ به اخلي.