اسراییلو په غزه کي هغه ښوونځی بمبار کړی چي بې ځایه سویو فلسطینیانو پناه پکښي اخیستې وه

اسراییلي پوځیانو د غزې په مرکزي برخه کي هغه ښوونځی بمبار کړی چي له جګړې بې ځایه سویو فلسطینیانو پناه پکښي اخیستې وه.
اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د ژغورونکو په حواله لیکلي چي د پرون ورځي په دغه هوایي برید کي ۱۸ تنه وژل سوي دي.
د اسراییل پوځ بیا ویلي، دوی هلته د حماس د کنټرول یو مرکز په نښه کړی دی.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چي د نصیریت په نوم دغه ښوونځي باندي د برید له کبله د دوی شپږ کارکوونکي وژل سوي دي.
دوی ویلي، دا په یوه پېښه کي د دوی د وژل سویو کارکوونکو تر ټولو لوی شمېر دی.
تر دې برید وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ویلي، هغه څه چي په غزه کي روان دي، د منلو نه دي.