اسراییل پرون د څلورمې پرله‌پسې ورځي لپاره په اشغال سوې لوېدیځه غاړه کي د فلسطیني وسله‌والو پر ضد پراخو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړی وو

د راپورونو له مخي په دې ترڅ کي د دواړو خواوو ترمنځ داسي خونړۍ نښتي وسوې چي د غزې د جګړې له بېسارو جګړو څخه وې.

د لوېدیځي غاړي د روغتیا وزارت او سرې میاشتي دواړو د لوېدیځي غاړي په شمالي برخه کي د دوو فلسطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

اسراییلو هم د خپل یو سرتېري مړینه او د یوه بل سخت ټپي کېدل تایید کړي دي.

اسراییلي پوځ له دې مخکي ویلي وه چي تیره شپه یې د لوېدیځي غاړي په جنوب کي دوه تنه فلسطینیان هغه مهال ووژل چي پر اسراییلي سرتېرو یې جلا بمي حملو ته چمتووالی نیوی.

په عین حال کي د غزې په تړانګه کي د نښتو او جګړو له دوام سره سره هلته د کوچنیانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د واکسین کمپاین پرون پیل سو.