اسوشيټېډ پرېس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی دئ، چي د امريکا او ايران تر منځ د دوو اوونۍ د اوربند تر اعلان وروسته د نفتو بیې په نړۍوال بازار کي کښته سوي دي.
په دغه راپور کي ويل سوي دي، چي د امريکا د خام نفتو بيه ۱۳.۳ سلنه راکمه سوې او ۹۶ ډالرو ته کښته سوې، په داسي حال کي چي د برېنټ نړۍواله بيه هم تر ۹۵ ډالرو پوري کښته سوې ده.
دا بدلونونه وروسته له هغه رامنځ ته سوي، چي امريکا او ايران د دوو اوونۍ له پاره پر اوربند موافقه وکړه، چي د هرمز تنګي بيا پرانيستل هم په کښي شامل دي.