اسوشیتید پریس خبري آژانس د ايران د بشري حقونو د سازمان د خولې څخه ليکي، چي د اسرائیلو له خوا پر ايران د بريد پرمهال ۹۵۰ تنه وژل سوي او ۳۴۵۰ تنه ټپيان سوي دي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د دغه بنسټ د راپور پر اساس ويلي، چي په وژل سوو کي ۲۳۵ امنیتي ځواکونه او ۳۸۰ ملکیان شامل دي. دغي رسنيو د پاته درې سوه وژل سو کسانو د هويت اړوند څه نه دي ويلي.
بلخوا بيا د ایران د عامي روغتیا وزارت د شنبې په ورځ ( د جوزا په ۳۱مه) ویلي وه، چي د اسرائیلو په بریدونو کي شاوخوا ۴۰۰ تنه وژل سوي او ۳۰۵۶ نور ټپيان سوي دي.