اشرف غني: زه ځان ته څه نه غواړم؛ افغانستان ته هر څه غواړم

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر په مناسبت د‌ مبارکۍ په خپاره سوي پيغام کښي د افغان ولس څخه غوښتنه کړې، چي د یووالي، ګډ فکر او همکارۍ له لاري د هيواد ابادولو له پاره یو موټی سئ. هغه افغان حاجیانو ته د حج مبارکي ویلې او د غزې، مسلمانانو او افغانانو له پاره ئې د دعا غوښتنه کړې.
اشرف غني د کډوالۍ ننګوني او د افغانانو د اېستل کېدو موضوع د اندېښني وړ بولي او زیاته ئې کړه، چي د تیاري وروسته روڼ سهار راځي. هغه د سولي او برابرۍ ارزښتونو ته په اشارې د ملي اجماع او تدبیر غوښتنه وکړه.
هغه د اختر په مناسبت په خپاره سوي پيغام کښي ويلي دي، چي زه د ځان له پاره هيڅ نه غواړم بلکي د افغانستان له پاره هرڅه غواړم.
هغه د افغانستان پر ابادۍ ټينګار کړی او هيله ئې ښودلې چي افغانستان کښي به اوسنۍ سته ناخوالي يو ورځ پاي پيدا کړي.
ښاغلي غني د اختر په مناسب د افغانانو غوښتي، چې زړونه يو کړئ، لاسونه سره ورکړئ او دا خاوره چي د نیکونو په وینو ګټل سوې؛ د ټولو ګډ کور ئې وګرځوئ.