افراسياب خټک: د افغان کډوالو په جبري ډول ايستل د نړۍوالو او انساني ارزښتونو خلاف دي

د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر افراسياب خټک پر خپله اېکس پاڼه باندي لیکلي دي، چي د ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو په اجباري ډول شړل او د هغوی سره ناوړه چلند کول د ټولو نړۍوالو قوانينو او انساني کرامت سره په ټکر کي دي.
د‌ هغه په خبره، چي د افغان کډوالو سره دا ډول چلند کول د افغانانو په زړونو کي نفرت زياتوي.
خټک د افغان کډوالو په اړه دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي په اسلام اباد کي د پاکستان دولت د افغان کډوالو د نيولو لړۍ بيا چټکه کړې او همدارنګه ايران هم هره ورځ د‌ خپلي خاوري څخه په زور او جبر افغان کډوال شړي.