افغانستان به د سريلانکا سره د پنځوس اوريزي لړۍ دوهمه لوبه د يکشنبې په ورځ ترسره کړي

افغانستان په لومړۍ لوبه کي د لوبي پچه وګټل او سريلانکا ته يي د توپ وهني بلنه ورکړه د سريلانکا لوبغاړو په پنځوس اورو کي د ۳ لوبغاړو په سوځيدو ۳۸۱ منډې جوړې کړي ، د افغانستان لوبغاړو د پنځوس اورو په اختتام سره د شپږو لوبغاړو په سوځيدو ۳۳۹ منډې جوړې کړي او د ۴۲ منډو په توپير يي لوبه وبايلل

د سريلانکا لپاره پيتوم نيسانکا ۲۱۰ ناسوځيدلي منډې جوړې کړي چې د سريلانکا د پنځوس اوريزو لوبو په تاريخ کي لومړی لوبغاړی سو چي دومره زياتي منډي يي ترسره کړي له نيسانکا څخه مخکي دا ريکارډ د سنات جيسوريا په نامه وو چي ۱۸۹ منډي يي جوړي کړي وي او دا ريکارډ يي تیره ورځ د نيسانکا له لوري مات کړل سو

د افغانستان لپاره محمد نبي ۱۳۶ منډي ترسره کړي او ويکيټ يي له لاسه ورکړه همدا ډول عظمت عمرزي ۱۴۹ ناسوځيدلي منډي جوړي کړي