افغانستان ته د جرمني له ‌خوا د ۲۸ افغانانو له ستنولو وروسته چي دغه هيواد مجرمین بللي، اوس اتریش هم د جرمني له دې پرېکړي څخه په ملاتړ ویلي، غواړي افغانستان ته د هغو افغان اتباعو د ایستلو لړۍ پیل کړي چي جرمي سابقه لري

د اروپايي رسنۍ، یورو نیوز د راپور له ‌مخي چي د سپتمبر په لومړۍ نېټه خپور سوی، د کډوالۍ او پناه غوښتني لپاره د اتریش فدرالي ادارې ویلي، په افغانستان کي د امنیتي وضعیت د بدلون له کبله دغه هيواد ته د افغان کډوالو د استولو جواز سته.

په راپور کي راغلي ویانا وايي، غواړي له برلین سره د ګډ اخراج په برخه کي له نږدې همکاري وکړي.

په‌ دې راپور کي د اتریش هيواد د صدراعظم کارل نیهمیر په حواله راغلي چي، د دې هيواد د کورنیو چارو وزیر له ډيري مودې راهیسي خپل جرمني سیال سره په ‌دې اړه خبري اتري کوي.

د اتریش هيواد دا پرېکړه وروسته له هغې کوي، چي جرمني د جمعې په ورځ ۲۸ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل.