افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندي د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ته لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د سویلي افریقا پر وړاندي د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ته لوبډله اعلان کړه.

د پنجشنبې په ورځ کرکټ بورډ په یوه خبر پاڼه کي لیکلي، دا ځل یې لوبډلي ته د پخوانیو لوبغاړو ترڅنګ نوي ځلېدونکي لوبغاړي هم غوره کړي دي.

په اعلان سوې لوبډله کي حشمت‌الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن‌الله ګربز او اکرام علي‌خېل ویکټ ساتونکي، عبدالمالک، ریاض حسن، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، بلال سمیع، فضل‌الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.

ټاکل سوې چي دغه لوبلړۍ د رواني سپټمبر میاشتې په ۱۸مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کي ترسره سي.

کرکټ بورډ ویلي، ابراهیم ځدراڼ او مجیب الرحمن د ټپونو له امله په دې لوبلړۍ کي لوبېدو ته چمتو نه وه.