افغانستان د سږ کال د لوږي په نړیواله درجه بندۍ کي د نړۍ د ۱۲۷ هیوادونو په منځ کي د ۳۰.۸ نمرو په لرلو سره ۱۱۶م ځای لري

تېر کال افغانستان د ۳۰.۶ نمرو په لرلو سره ۱۱۴ مقام درلودی، خو سږ کال په دغه درجه بندۍ کي دوې درجې کښته سوی دی.

د دغه راپور له مخي، د افغانستان ۳۰،۴ سلنه وګړي له خوارځواکۍ سره مخ دي او په دغه هیواد کي ۵،۸ سلنه کوچنیان تر پنځه کلنۍ مخکي مري.

دغه شاخص دا هم ښیي چي په افغانستان کي ۴۴.۶ سلنه کوچنیان د خپل عمر په نسبت پنځو کلونو کم سن لري چي د اوږدې خوارځواکۍ له امله رامنځته کېږي.

سربیره پردې، د سختي خوارځواکۍ له امله ٣.٦ سلنه افغان کوچنیان لږ وزن لري.

د دغه راپور له مخي، د تغذیې خراب شرایط او سالم ژوند ته نه لاسرسی د دې لامل سوی چي په افغانستان کي له پنځو کالونو کم عمره کوچنیانو د مړینې کچه ۵،۸ سلني ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *