افغانستان فوټسال په لوبه کي عراق ته ماته ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلي پنځه د دریو په وړاندي د عراق لوبډلي ته ماته ورکړه او یو ګام یې بل ځان مخ ته کړ.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوک پاڼه کي لیکلي چي د پلې ‌آف پړاو د دې لوبي په ګتلو سره افغانستان د ۲۰۲۴م کال نړیوال جام ته د لار موندني په برخه کي یو بل ګام مخته سو.
د پلې‌اف پړاو اتله لوبډله به د اسیا د فوټسال د پنځم ټیم په توګه نړیوال جام ته لار پیدا کوي.
افغانستان د اسیا د فوټسال د اتلولۍ سیالیو په لړ کي مخکي تر دې له ایران، کوېټ، بحرین او تاجکستان سره لوبي کړي وې چي له ډلي یې د تاجکستان او ایران په وړاندي ماته خوړلې وه، بحرین ته یې ماته ورکړه او له کویت سره یې لوبه مساوي کړه.