افغانستان له ایرلينډ څخه د درو ۲۰ اووریزو سياليو لوبلړۍ وګټل

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي د مارچ پر ۱۸مه په دريمه ۲۰ اووریزه لوبه کي ایرلينډ ته په ماته ورکولو سره د درو سياليو لوبلړۍ په دوه يو وګټله.
د متحده عربي اماراتو په شارجه کي ترسره سوي سيالۍ کي افغانستان پچه وګټله او لومړی یې په توپوهني کولو سره په ټاکليو ۲۰ اورونو کي د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۵ منډي وکړې.
د افغانستان له خوا ابراهیم ځدراڼ ۷۲، محمد اسحاق ۲۷ او صدیق الله اتل ۱۹ منډي وکړې.
په ځواب کي د ایرلينډ ټول لوبغاړي په ۱۸م اوور کي د ۹۸ منډو تر سره کولو وروسته وسوځېدل.
د افغانستان توپوهونکی ابراهيم ځدراڼ د لوبي غوره لوبغاړی سو.
د درو ۲۰ اووریزو لوبو په لړۍ کي لومړۍ يې ایرلينډ او وروستۍ دواړي افغانستان وګټلې.
تر دې مخکي، افغان لوبډلي له ایرلینډ څخه د درو ۵۰ اووریزو یا یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په دوه صفر ګټلې وه خو یوازینۍ ټیسټ سیالي یې ورباندي بایللې وه.