افغانستان په نومبر کي له بنګله دېش او په ډيسمبر کي له زېمبابې سره لوبي کوي

د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله‌دېش او زېمبابې پر وړاندي د سیالیو د لوبلړۍ نېټې په ډاګه کړې.

د یکشنبې په ورځ د کرکټ بورډ په خبر پاڼه کي ویل سوي چي افغانستان او بنګله‌دېش به د نومبر میاشتې په ۶مه، ۹مه او ۱۱مه نېټه درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، د دې سیاليو کوربتوب هم د افغانستان په غاړه دی او لوبي به د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کي ترسره کېږي.

دغه راز په خبرپاڼه کي ویل سوي چي د روان کال په ډسمبر میاشت کي به افغانستان له زېمبابوې سره د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم ترسره کړي او بیا به د نوي میلادي کال په پیل کي له وېسټ اینډیز سره هم د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ولوبوي.

د ویلو ده چې افغانستان په خپله وروستۍ لوبلړۍ کي سویلي افریقا ته ماته ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *