افغانستان پېژندنه📚 ۳برخه

د افغانستان پېژندني لړۍ به د څراغ ټلوېزيون ځانګړې لړۍ وي چي د ځوان نسل د فکري روښانتيا په موخه خپرېږي، ستاسي د وړانديزونو او لوستلو په هيله…
موږ په تېرو برخو کي څرګنده کړه چي د افغانستان د لرغونو ځایونو کیندني څرګندوي چي انسانان لږ تر لږه پنځوس زره کاله وړاندي په هغو سیمو کي اوسېدل چي نن افغانستان بلل کېږي. دلته د کرهڼي لومړنۍ ټولني د نړۍ له مخکښو تمدنونو شمېرل کېږي. ډېر کسان پر دې باور دي چي افغانستان د خپلو لرغونو او تاریخي ځایونو له پلوه د مصر له زړو تمدنونو سره پرتله کېږي.
د لرغونپوهني مالومات ښيي چي د افغانستان ختیځ، لوېديځ او شمال له ګاونډيانو سره د کلتور او تجارت له لارې ډېري نژدې اړیکي لرلې. د انسان د پخوانیو زمانو وسایل (برونز او اوسپني دورې) چي تر اوسه په افغانستان کي موندل سوي دي. دا باور پخوي چي ښاري تمدن د میلاده درې زره کاله پخوا پيل سوی دئ او د منډيګک لرغونی ښار (د کندهار لويدځ کي) يو وخت د هلمند د سیند پر غاړه د کلتور مرکز وو. نوي موندني ښيي چي د سند د درې تمدن تر ننني افغانستان پوري هم غځېدلی وو، او دا لرغونی تمدن د اوسني پاکستان، افغانستان او هند ګډه سیمه جوړوله. دا تمدن د پاکستان له شمال لوېديځه تر هند شمال لوېديځ او د افغانستان شمال ختيځ پوري خپور سوی وو. د سند درې او آمو سیند تر منځ، د افغانستان په شمال کي هم یوه لرغونې سیمه موندل سوې ده.
په افغانستان کي د لومړي انسان هډوکی د اویایمي لسيزې په منځ کي د بدخشان د کور په درې کي وموندل سو، همدلته یو د انسان د سر لوی هډوکی هم ترلاسه سوی، چي د پوهانو په باور د پخوانيو ځانګړتیاوو لرونکي انسان پوري اړه لري. د پنسلوانیا پوهنتون باستان‌شناس «لوئیس دوپري» د کور درې د کشف په اړه وايي:

«شمالي افغانستان ښايي هغه ځای وي چي د ننني انسان لومړنۍ بڼي دلته بدلېدلې او د کاڼي د دورې ټکنالوژي یې د بدلون خوا ته بیولې ده.»

په «قره کمر» کي چي د سمنگان څخه ۱۴ میله شمال ته پروت دی ـ د زاړه کاڼي د دورې وسایل موندل سوي چي شاوخوا ۳۰ زره کاله پخوا ته ورګرځي. په بلخ کي د «آق کُپرُک» له سیمې څخه له شلو زرو ډېر د کاڼي وسایل ترلاسه سوي چي په دومره مهارت سره جوړ سوي دي چي باستان‌شناسان یې جوړونکي د «لرغوني دورې پرختللې بڼه» بولي. د آق کُپرُک آثارو د یوې کلتوري دورې استازولي کوي چي ۵ زره کاله یې دوام کړی دی (له شلو زرو تر پنځلس زرو کلونو پوري). په همدې دوره کي یو نا معلوم هنرمند د یوه انسان څېره پر یوه وړوکې تيږه کښلې چي د انسان د مخ له لومړنيو مجسمو څخه شمېرل کېږي چي تر اوسه رارسېدلې ده.
د غزني لوېديځ ته د «دښت ناور» په سیمه کي ځيني وسايل موندل سوي دي. دغه وسایل د کوارتز له تيږو جوړ دي، او پکښي تراشيلي تیغونه، کلنګ‌نما تیږي، رينده، تیشه او د تبر په شان وسایل شامل دي. دا موندني د افغانستان د زاړه کاڼي د دورې د لومړني پړاو تر ټولو زاړه شواهد ګڼل کېږي.
نور بيا…