د غريبۍ او اقتصادي ستونزو له امله د خوست په نادرشاه کوټ او ځاځي ميدان ولسواليو کښي د حضرت الله او محمد آصف په نومونو دوو ځوانانو ځان وژنه کړې ده.
د خوست څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي دغو ځوانانو د غربت او بيکارۍ له امله ځان وژنه کړې ده.
ط..البانو تر اوسه د يادي پېښي اړوند په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
د يادوني وړ ده، چي دغه پېښي یوازي د دوو ځوانانو د ژوند پای نه دئ، بلکي د یوې ټولني د ژورو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو انعکاس دئ، چي د حل له پاره ئې سمدستي او اغېزمنو اقداماتو ته اړتیا ده، د ټولنيزو چارو پوهان وايي که چيري ځوانانو ته د کار زمينه برابره نسي نو دغه ډول ګواښوونکي ستونزي به نوري هم ډېري سي.