افغانستان یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو خواشینی هیواد وپېژندل سو

د نړۍ خوشحالۍ راپور وایي افغانستان په ۲۰۲۳ کال کي د نړۍ خوشاله هیوادونو په نوملړ کي تر ټولو وروستی ځای خپل کړی دی.
فنلنډ بیا د نړۍ تر ټولو خوشاله هیواد په توګه د دغه نوملړ په سر کي راغلی دی.
د ګالوپ ادارې موندني ښيي چي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په تېره یوه لسیزه کي د نړۍ د نورو وګړو په پرتله د افغانانو د ناخوښي او خفګان کچه ډېره لوړه سوې ده.

دا د ګالوپ څویمه نظر پوښتنه ده چي له ۲۰۱۷ کال راهیسي افغانستان د نړۍ د ډېرو خواشینو هیوادونو د نوملړ په سر کي راولي.
د ګالوپ مسوولین وايي، افغانستان له ۲۰۱۷ کال راهیسي هر کال په ټوله نړۍ کي تر ټولو ناهیلی هیواد وو، خو یوازي د ۲۰۲۰ کال پایلي ځکه د دوی په واک کي نه سته، چي د کورونا وبا له کبله دا موسسه نه ده توانېدلې چي د افغانستان د وضعیت ارزونه وکړي.
د نظر پوښتني له مخي په سلو افغانانو کي اوس هم د هغو کسانو شمېر تر ټولو ټیټ دی چي وايي، تېره ورځ یې له ژونده خوند واخیستی، په زړه پوري څه یې زده کړل یا یې ذهني سکون او ارامي احساس کړل.