په اتريش کي د جمهوري نظام څخه په دنده پاته سوې افغانه سفيره منيژې باختري د اېنډپېنډینټ ورځپاڼي سره په مرکي ويلي دي، چي ط…البان نړۍوال مشروعيت نه لري او له همدې امله د ط…البانو هيڅ امر په خپل سفارت او اداره کي نه مني.
هغه چي په نړۍ کي اوس د پخواني جمهوري نظام وروستۍ ښځينه استازې ده وايي؛ ط…البان د ښځو حقوقو ته درناوی نه لري او په ټول افغانستان کي د ښځو پر زده کړي، کار او نورو ټولنيزو فعاليتونو باندي بنديز دئ او دغه ډله تراوسه پوري نړۍوالو په رسميت هم نه د پېژندلي نو ځکه ئې امر نه مني او هيڅ امر ته ئې نه تسليميږي.
د يادوني وړ ده، چي چي ط…البانو د هغې د منفکۍ حکم ورکړی؛ خو منيژه باختري د اتریش حکومت په تایید اوس هم خپلې دندې ته دوام ورکوي.