افغان ابدالیان لوبډلي په اکسپلور افغانستان درې اړخیزه لوبلړۍ کي ایرلنډ الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کي ئې لومړۍ بریا خپله کړه. افغان لوبډلي د سیالي ایرلنډ الف لوبډلي د ۲۰۴ منډو هدف د خپلو ۳ لوبغاړو په سوځيدلو سره ترلاسه کړ او دغه لوبه یې د ۷ ویکټو په توپیر سره په خپله بریا پای ته ورسوله.