افغان ابدالیان لوبډله سبا جمعه د اسیا ایمرجینګ جام په سیالیو کي له سریلانکا سره مخ کیږي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چي د افغان ابدالیانو په نوم الف لوبډله یې سبا جمعه د اکټوبر په ۱۸مه نېټه د اسیا ایمرجینګ جام په سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه له سریلانکا سره ترسره کوي.

د بورډ په خبر کي راغلي چي سیالي به د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې پیل سي.

افغان لوبډله چي په اې ګروپ کي قرار لري دوهمه سیالي یې د اکټوبر په ۲۰مه نېټه له بنګله‌دېش او وروستۍ یې په ۲۲مه نېټه له هانګ کانګ سره ده.

افغان کرکټ بورډ د یادو سیالیو لپاره د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله ټاکلې ده چي له وړاندي یې په عمان کي دوې تمریناتي سیالۍ ترسره کړي او له عمان او هانګ کانګ سره یې په درې اړخیزو سیالیو کي اتلولي هم وګټله.

د ویلو ده چي یادي سیالۍ شل اوریزي دي او پر افغانستان سربېره پکښي ۷ نور اسیايي هیوادونه هم ګډون لري او د اکټوبر په ۲۷مه نېټه به یې پایلوبه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *