د افغانستان الف (افغان ابدالیان) لوبډلي د سریلانکا الف لوبډلي ته په ماته ورکولو سره په لومړي ځل د ځوانانو اسیا جام سیالیو اتلولي وګټل.
نننۍ پایلوبه چي په عمان کي ترسره سوه، پچه یې د سریلانکا الف لوبډلي وګتله او په خپله یې لومړی د افغان لوبډلي پر وړاندي د توپوهني پرېکړه وکړه.
په دغه سیالۍ کي د سریلانکا الف لوبډلي لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل سویو شل اورونو کي یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۳ منډي وکړې.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کي بلال سمیع درې او الله محمد غضنفر بیا د سریلانکا دوه لوبغاړي وسوځول.
په مقابل کي افغان ابدالیان لوبډلي ورکړل سوی هدف د درې لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۸ اور کي پوره کړ او د سریلانکا الف لوبډلي ته یې د ۷ وېکټو په توپير ماته ورکړه او په دې سره یې د لومړي ځل لپاره د ځوانانو اسیا جام سیالیو اتلولي وګټل.
په توپوهنه کي صدیق الله اتل ۵۵، کریم جنت ۳۳، دروېش رسولي ۲۴ منډي وکړې.