افغان اتلانو ایرلنډ ته د ۱۱۷ منډو په توپیر ماته ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي د خپل ۲۳۷ منډو هدف په دفاع کي خورا ښه توپ اچونه وکړه او د محمد نبي او ننګیال خروټي د غوره توپ اچوني په پایله کي یې سیاله ایرلنډ لوبډله په ۱۱۹ منډو له ډګره بهر کړه او د ۱۱۷ منډو په توپیر یې ستره بریا خپله کړه.
په دې سره افغان لوبډلي د درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ ۲-۰ په خپل نوم پای ته ورسوله.