افغان سوداګر اړ سوي چي خپل سبزیجات او مېوې په افغانستان کي دننه په تاوان لیلام کړي

د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ پاکستان ته په بېلابېلو لارو ستونزو یو شمېر افغان سوداګر اړ کړي چي خپل سبزیجات او مېوې په افغانستان کي دننه په تاوان لیلام کړي.

د تازه مېوې او ترکارۍ سوداګر وايي، د رومیانو موټران یې له څو ورځو راهیسي غلام خان بندر کي درېدلي چي له امله یې ډېری دا رومیان خراب سوي او بېرته یې په کور دننه په تاوان خرڅ کړي.

د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ پاکستان ته په بېلابېلو لارو ستونزي هغه څه دي چي افغان سوداګر له مودو راهیسي ورسره مخ دي، خو په دې وروستیو کي زیاتي سوي دي.

د خیبر پښتونخوا د بیګیاړي په سیمه کي د پېښور- تورخم لاره شاوخوا يوه نیمه مياشت وړاندي د ولسي احتجاج کوونکو له لوري تړل سوې ده.

که څه هم په اسلام‌آباد کي د افغانستان سفارت د اګست په ٢٧مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پاکستان له حکومته د دغه لاري د خلاصېدو په برخه کي د جدي پاملرني غوښتنه کړې وه، خو تر اوسه کوم اقدام نه دی سوی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه هم د دې ستونزو په تاییدولو سره وايي چي په دې برخه کي یې په وار وار د حکومتي مسوولینو سره یوځای، پاکستاني لوري سره خبري کړي، خو په خبره یې تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه درلوده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *