د افغانستان د المپیک مسئولين وايي چي د افغانستان د موی تای ملي لوبغاړي محمد یوسف جهانګیر د اسلامي هیوادونو د پیوستون د سياليو په جريان کي د سرو زرو مډال ګټلی دئ. نوموړي د ۷۵ کیلوګرام وزن په کټهګورۍ کي خپل ترکي سیال ته ماته ورکړه او افغانستان ته ئې د لومړي ځل له پاره دا مهم مډال وګټی
جهانګیر له دې وړاندي هم د اندونیزیا او سعودي عربستان دسيالانو څخه بريا ګټلې وه.
بايد وويل سي، چي دا لومړی ځل دئ چي یو افغان لوبغاړی د موی تای په دې کچه سیالیو کي د سرو زرو مډال خپلوي