د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوريزه لوبو د ترسره کولو لپاره نن چهارشنبه ماپښين زمبابوې ته روانه سوه.
افغان ملي لوبډله به راتلونکې چهارشنبه له کوربه زمبابوې لوبډلي سره لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه ترسره کړي او وروسته به له یاد هیواد درې ۵۰ اوریزي لوبي هم ترسره کړي.
له دې سره، سره به ملي لوبډله د نوموړي هیواد له ملي لوبډلي سره دوې ټسټ لوبي هم وکړي.